درې ورځو کې ۴۴ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

درې ورځو کې ۴۴ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې


  • 3 کاله دمخه (22/01/2021)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 1170

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون وايي په تیرو درې ورځو کې افغانستان کې ۸ ملکي وګړي وژل شوي او ۳۶ نور ټپیان دي.

د یاد کمیسیون د معلوماتو له مخې یادو ملکي وګړو ته دغه مرګ ژوبله په پنځو ولایتونو کې د مقناطیسي ماینونو، هدفي بریدونو او هاوانونو د لګیدو له امله اوښتې ده.

د بشري حقونو کمېسیون د ملکي وګړو خوندیتوب په هدف پر ښکېلو لورو غږ کړی چې بشر دوستانه نړیوال حقوق رعایت کړي او یو ځل بیا یې د تاوتریخوالي د ژر تر ژره کمېدو او اوربند ټینګېدو غوښتنه کړې ده.