ننګرهار کې په تېر یو کال کې د تروریستي پېښو له کبله ۵۷۶ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د ننګرهار ولایت مقام وايي، چې په تېر یو کال کې د بېلا بېلو تروریستي پېښو له کبله ۵۷۶ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې، چې له ډلې یې ۱۹۰ تنه شهیدان او ۳۸۶ ټپیان شوي.
د سرچېنې په خبره، چې په یاد ولایت کې د یونما د بشر حقونو مدیر سن ویسټر د ننګرهار اوسېدونکو ته د ملکي وګړو ته د اوښتو تلفاتو په اړه ویلي، چې ننګرهار د نورو کلونو په پرتله د ملکي وګړو لپاره تر ټولو خونړی کال و.
ویسټر یادې څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې دوه یوه اوونۍ وړاندې هم په یاد ولایت کې د یو خصوصي ټلویزون درې تنه ښځینه کارکونکې د داعش ډلې له لوري ووژل شوې.