متقي له ترکمنستان د ټاپي پروژې د کار پیلېدو غوښتنه وکړه

متقي له ترکمنستان د ټاپي پروژې د کار پیلېدو غوښتنه وکړه


  • 1 کال دمخه (17/12/2023)
  • بصیره وزیري
  • 423

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي په افغانستان کې د ټاپي پروژې د کار د پیلېدو غوښتنه وکړه.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند حافظ ضیا احمد تکل نن په خپله اېکسپاڼه لیکلي، چې ښاغلي متقي د ترکمنستان له بهرنیو چارو وزیر رشید مرادوف او ورسره ملګري پلاوي سره پرون د هرات ولایت په تورغونډۍ کې وکتل.

نوموړي لیکلي، چې په افغانستان کې د ټاپي پروژې د عملي کار پیلېدو ته لاره هواره شوې ده.

د یادونې ده، چې د ټاپي پروژې کار په ۲۰۱۵ م کال په ترکمنستان کې او په ۲۰۱۸ م کال په افغانستان کې پیل شو، خو په افغانستان کې د امنیتي ګواښونو له کبله د دې پروژې کار وځنډېد.