مادورو: امریکا لېونتوب کوي

مادورو: امریکا لېونتوب کوي


  • 3 اونۍ دمخه (18/11/2024)
  • سمسور نیوز
  • 25

د ونزوېلا ولسمشر د امریکا لخوا اوکراین ته د روسیې پر ضد د لرې واټن وېشتونکو وسلو د استعمال اجازه ورکول "لېونتوب" بللی دی. 

 

نېکولاس مادورو په یوه ټلوېزیوني خپرونه کې زیاته کړې، چې امریکا پر نورو هېوادونو د واک چلولو لپاره د جنون او انتقام اخېستنې په حالت کې ده. 

 

نوموړي دا څرګندونې تر هغې وروسته کړي چې جوبايډن اوکراین ته پر روسیې د لرې واټن وېشتونکو وسلو د استعمال اجازه ورکړه. 

 

بلخوا د لو فېګارو ورځپاڼې د راپور له مخې برېټانیا او فرانسې هم اوکراین ته د روسیې پر ضد د دوی له وسلو د استفادې اجازه ورکړې ده.