د ننګرهار ولایت په سره رود ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ په خپلمنځي نښته کې دوه کسان وژل شوي او شپږ نور ژوبل دي.
د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالبصیر زابلي ویلي، چې دغه نښته تېره ورځ ( د تلې ۳مه) د سره رود ولسوالۍ په اړوند سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
هغه زیاته کړې، چې په دې نښته کې د یوې کورنۍ دوه غړي وژل شوي او درې نور تپیان دي او همدارنګه د مقابل لوري درې تنه ټپیان شوي دي.
زابلي د پېښې د ځینو ټپیانو روغتیایي حالت نازک ښودلی دی.
د نوموړي په خبره، امنیتي ځواکونه له نښتې وروسته سیمې ته ورغلي او د دواړو کورنیو یو شمېر غړي یې نیولي دي.
د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ ویاند د یادې نښتې د لامل په تړاو څه نه دي ویلي.