له ملي دفاع وزارت څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې دفاعي او امنيتي ځواکونو سره متقابل بریدونو او نښتو کې ۱۹۳ طالبان ووژل شول او ۱۱۰ نور ټپیان شول.
همداراز د وسلوالو یوه اندازه وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي.
د دې په خواکې ۲۰ بېلابېل ډول ماینونه چې طالبانو د هېواد په مختلفو سیمو کې د ملکي خلکو، دفاعي او امنیتي ځواکونو د تګ راتګ په لارو کې ځای پرځای کړي وو، د ملي اردو ځواکونو له لوري کشف او خنثی شول.
دغه طالبان د هېواد ننګرهار، مېدان وردګ، غزني، اروزګان، کندهار، زابل، هرات، فراه، سمنګان، هلمند، کندوز، بغلان، تخار، پروان او کاپیسا ولایتونو کې وژل شوي او ټپیان شوي دي.