لنډه کیسه: ارمان - نعمان دوست

لنډه کیسه: ارمان - نعمان دوست


  • 2 کاله دمخه (23/11/2022)
  • نعمان دوست
  • 810

ماشومې له ټوکرۍ د ډوډۍ یوه توکړه را واخیسته او   غږ یې کړ:

مورې، له څه شي سره یې وخورم؟

مور یې ځان غلی کړ. 

نږدې ورغله: مورې، ډوډۍ شخه ده، چې( څه) ور سره وخورم؟ 

د مور سترګو، په يوه شيبه کې، لکه پرمختللی سکنر، ټول کور سکن کړ؛ خو هیڅ یې و نه موندل.

غلې شوه. 

له ناروغۍ څخه د تازه رغیدلې زینب بیګانۍ خبرې ور په یاد شوې چې بار بار یې د ښوروا غوښتنه کوله او بیا همداسې وږې ویده شوه.

 

د انګړ ور پرانیستل شو. پلار له واړه زوی  سلیم سره را ننوت. زينب ور منډې کړې. د سلیم خوله ټوله غوړه وه.

زينب ته یې کیسه شروع کړه:

ډېر ښه خیرات و. ډک غوری وريژې یې راوړې. 

زینب، نوره هم ور وړاندې شوه: غوښه ور سره وه؟

-هو، ډک قاب غوښه، چپس، کوفته...

د زینب، شونډو داسې حرکات شروع کړل، لکه تازه چې یې د غوښې توده مړۍ خولې ته کړې وي.

سلیم بیا خبره راواخیسته: 

 

موږ ته یې غوري کې نورې تودې وريژې هم واچولې او بیا یې ښه ډک کړ.

زینب: خو زه به مو هم بیولې وم کنه.

سلیم په خندا شو: لیونۍ، خیرات ته څوک نجونې نه بيايي!

زینب، ورو وویل: کاش، زه هم هلک وای او  له دې سره  یې له لاسه د ډوډۍ توکړه ولویده. 

نعمان دوست

١٤٠١/ قوس/ ٢