هیواد کې ۳۰ زره رضاکاران صحي خدمات وړاندې کوي

هیواد کې ۳۰ زره رضاکاران صحي خدمات وړاندې کوي


  • 4 کاله دمخه (06/12/2020)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 1271

 

د عامې روغتیا وزارت وایي هیواد کې ۳۰ زره رضاکاره صحي کارکوونکي خدمات وړاندې کوي.

د عامې روغتیا وزارت مسئولانو، چې د روغتیايي کارکوونکو له ملي ورځې او د رضاکاره کارکوونکو له نړیوالې ورځې د نمانځنې په هدف جوړې شوې غونډې ته خبرې کولې وویل، چې هېواد کې ۳۰ زره رضاکاره صحي کارکوونکي موجود دي، چې د افغانستان د ټولو ولایتونو په محلي سیمو کې د عامې روغتیا وزارت تر نظارت لاندې صحي خدمات وړاندې کوي.

په ورته مهال یو شمېر رضاکاره صحی کارکوونکي، چې په دغه غوڼډه کې یې حضور درلود وایي، په محلي سیمو کې دوي ته د اړتیا وړ صحي کېټونه او درمل پر وخت نه رسېږي.

دغه رضاکاره روغتیایي کارکوونکي له دولت څخه غوښتنه کوي، چې دوي ته دې یوه اندازه معاش وټاکي.