اروپايي ټولنې افغانستان ته ۱۰۰ مټریک ټنه رالېږلې

اروپايي ټولنې افغانستان ته ۱۰۰ مټریک ټنه رالېږلې


  • 1 مياشت دمخه (19/03/2025)
  • شریف الله ولیزاد
  • 36

اروپايي ټولنه وايي، افغانستان ته یې تر ۱۰۰ مټریک ټنه زیات طبي توکي لېږلي دي. 

د یادې ټولنې د افغانستان څانګې پرون شپه پر خپله ایکس شبکه په یوه بیان کې لیکلي، چې دغه مرسته کابل ته رسېدلې او دا یې په روان ۲۰۲۵ زېږدیز کال کې د بشري مرستو لومړۍ محموله ده. 

دا مرسته داسې مهال وشوه، چې د روانې کب میاشت په پیل کې هم د روغتیا نړیوال سازمان له افغانستان سره ۳۹ مټریک ټنه مرسته وکړه.