پنځلس شپاړلس کاله دمخه چې کله طالبان را پیدا شول او دټوپکیانو او مفسدینو پرضد یې جګړه پیل کړه له رسنیو سره په مرکو کې به یې یوازې هغه څه ویل چې پیښ شوي به و، خلکو به هم چې لیدل رښتیا هماغسې ده نو ددوی په هر رپوټ او هر خبر به یې باور کاوو او دنورو علتونو تر څنګ ښایي د دوی دچټک پرمختګ یو لامل همدا هم و.
خو اوس برعکس طالبان دهرې چاودنې او هر ځای مرګ ژوبلې مسوولیت پر غاړه اخلي، ویل کیږي هغه څوک چې ځان د طالبانو ویاند بولي تمامه ورځ یې راډیو ګانو ته غوږ نیولی وي چې دکومې پیښې په اړه کوم خبر واوري نو بیا رسنیو ته زنګ ووهي وایي چې دا کار دطالبانو داسلامي تحریک مجاهدینو کړی دی.
زیاتره وخت دوی دپیښې لومړني خبرونه اوریدلي وي پردې نه وي خبر چې په دې پیښه کې څومره بې ګناه کسان شهیدان شوي دي بیا چې پیښه روښانه شي او دلسګونو بې ګناه کسانو دمرګ ژوبلې خبرونه خپاره شي له دوی څخه وخت تیر وي زیاتره وخت چیرته یوه چاودنه شوې وي خو دوی وایي چې دا د دوی په اصطلاح اشتهادي برید و او دفلاني ځای اوسیدونکي فلاني کړی دی پکې دومره بهرنیان وژل شوي او دومره ټانکونه یې له منځه تللي دي، خو چې په هغه ځای کې خلک ګوري چې چاودنه په یوه ګڼ میشته ښاري سیمه شوې او یوازې پکې بې ګناه کسان وژل شوي د دوی په خبرو یې لا باور کم شي.
زما یوه خبریال دوست راته کیسه کوله ویل یې چې یوه ورځ دتخنیکي عوارضو له امله د یوې بې پیلوټه الوتکې د رالویدو خبر خپور شو دخبر له خپریدو څو شیبې وروسته هغه کس چې ځان دطالبانو ویاند بولي راته ټیلیفون وکړ ویل یې چې داسلامي تحریک مجاهدینو نن یو بې پیلوټه الوتکه را وغورځوله په دې الوتکه کې دوه تنه ووژل شول. خبریال ویل ما طالب ویاند ته وویل : وروره په بې پیلوټه الوتکه کې سړی ناست نه وي خو هغه پخپله خبره ټینګ و، ویل یې چې په دې طیاره کې کسان و او مړي یې موږ پخپلو سترګو ولیدل.
دطالبانو ویاند لکه چې په دې اړه فکر نه کوي چې کومه خبره یې په ګټه ده هسې باید په خلکو کې ډار واچوي او دخپلو بریاوو خیالي رپوټونه خپاره کړي. ډیر ځله ځینې کسان په شخصي دښمنیو کې وژل شوي وي خو دوی هغه په دولت یا بهرنیو ځواکونو پورې تړي او بیا یې د وژلو پړه پخپله غاړه اخلي.
که خدای نه خواسته له آسمانه هم په چا ټکه را ولویږي نو یو سړی چې دافغانستان او پاکستان په اوسنۍ پوله ناست دی دطالبانو په استازیتوب رسنیو ته ټیلیفون کوي چې دا کار موږ کړی دی.
اوس چې چیرته زلزله هم وشي نو خلک په طنز سره وایي د طالبانو ویاند پرې خبر نه شي چې اوس به ددغې زلزلې مسوولیت هم په غاړه واخلي.
یو وخت دافغانستان په تنظیمي جګړو کې داسلامي جمعیت ویاند عبدالله عبدالله او اسلامي حزب ویاند قریب الرحمن سعید هم یو دبل پر ضد همداسې رپوټونه خپرول په یوه جګړه کې به د جمعیت ویاند دعوه کوله چې تر بیني حصاره یې د اسلامي حزب سنګرونه فتح کړي دي
خو دحزب اسلامي ویاند به بیا دهمغې جګړې په اړه ویل چې دکابل سیند یوه غاړه ددوی په لاس کې ده او بله یې ددښمن او څو وزارتونه یې نیولي دي.
هغه و چې پردوی دخلکو باور کم شو نور به یې ددوی خبرو ته غوږ نه کیښود او که به یې واوریدل نو برعکس به یې فکر کاوو.
طالبانو په تیره اوونۍ کې هم دڅو پیښو مسوولیت په غاړه واخیست خو دپیښې په اړه یې کره معلومات نه لرل له دې څرګندیږي چې په ډیرو پیښو دوی آن خبر هم نه دي هسې ګنګوسې جوړوي همدا علت دی چې اوس زیات خلک ددوی په رپوټونو باور نه کوي او دوی هم دجنګي ډلو څخه یوه ډله بولي . دلته زموږ خبریالانو ته لازمه ده چې دپیښو په اړه دقیق معلومات ترلاسه کړي او بیا یې خپاره کړي هسې دڅو تنو کسانو چې لیدلي یې هم نه دي په خبرو یوازې باور ونه کړي تر څو دخلکو په منځ د ویرې اچولو او نهلیو مخه ونیول شي.