بلوڅ بيلتونپالو ته د بګټي ګواښ:  که له خپلو فعاليتونو وانه وړئ، د کردانو انجام به ووينئ

بلوڅ بيلتونپالو ته د بګټي ګواښ: که له خپلو فعاليتونو وانه وړئ، د کردانو انجام به ووينئ


  • 2 اونۍ دمخه (15/05/2025)
  • 60

د بلوچستان اعلی وزير سرفراز بګټي ويلي، د پاکستان حکومت خلاف د بلوڅ بيلتونپالو فعاليتونه بې معنا دي او په خبره يې چې دوی ته يې ټول حقونه ورکړي دي.

نوموړي دغه راز ګواښ کړی دی چې که بلوڅ بيلتونپال له خپلو فعاليتونو لاس په سر نشي، نو د ترکيي د حکومت جنګیدونکو کردانو په برخليک به اخته شي.

نوموړي دغه راز ويلي، پاکستان يواځينی هېواد دی چې بيلتونپال زغمي او وخت ورکوي.

دی دغه خبرې داسې مهال کوي چې په دې وروستيو کې ډيری پاکستاني پوځيانو به بلوڅ بيلتونپالو سره په مخامخ جګړه او چريکي بريدونو کې وژل کيږي.