زابل کې د یوې ښځې په ګډون ۹ تنه په درو وهل شوي

زابل کې د یوې ښځې په ګډون ۹ تنه په درو وهل شوي


  • 1 کال دمخه (17/09/2023)
  • سمسور نیوز
  • 525

سیمه‌ییزو چارواکو ویلي، چې په زابل کې نن د یوې ښځې په ګډون ۹ کسانو ته تعزیري سزا ورکړل شوې ده.   

د سترې محکمې له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې دا کسان په غلا، نامشروعو اړیکو او د غیرشرعي ودونو په تور په درو وهل شوي دي. 

خبر پاڼه کې راغلي، چې دغه کسان له شلو څخه تر ٣٩ دورو پورې وهل شوي دي.

بل لورته ویل کېږي، چې تورن کسان له شپږو څخه تر پنځو کلونو پورې په بند محکوم شوي دي.  

خو د سترې محکمې په خبر پاڼه کې په دې اړه معلومات نه دي ورکړل شوي. 

واک ته د سرپرست حکومت له رسېدو وروسته، په تېرو دوو کلونو کې څو سوه کسان د بېلابېلو تورونو له کبله په درو وهل شوي دي.

د سرپرست حکومت دا اقدام د بشري حقونو سازمانونو له‌ خوا غندل شوی دی.