امریکا دې طالبانو ته امتیاز نه ورکوي.

امریکا دې طالبانو ته امتیاز نه ورکوي.


  • 3 کاله دمخه (25/01/2021)
  • عارف سمیر
  • 1017

امریکا دې طالبانو ته امتیازات نه ورکوي.

افغانان د سولې غوښتونکي دي، خو د سولې له اوسني بهیر ښکاري، چې هرڅه د امریکا او طالبانو په ګټه روان دي. د ملي امنیت پخوانی رئیس رحمت الله نبیل وایي، د دایمي سولې لپاره باید په پاکستان کې د طالبانو د اوسېدو ځایونه له منځه یوړول شي. نوموړي ویلي، که وړاندې له وړاندې په پاکستان کې ددغې ډلې د اوسېدو ځایونه وران شوي وای او مالي سرچینې پرې درېدلې وای نو اوس به افغانستان د باثباته سولې څښتن وو. نوموړي دغه راز زیاته کړې، چې ددوحې په تړون کې د طالبانو د ځایونو نه ذکر کول ستونزې راولاړولی شي

رحمت الله نبیل ویلي، چې تمه شته د امریکا نوی حکومت به د افغان سولې لپاره پر پاکستان فشار راوړي. نبیل دغه څرګندونې داسې مهال کوي، چې تازه د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي وو، چې د افغان سولې پر سر له امریکا سره ګډ کار ته چمتو یو.