اسرائیل: سوریه کې مو ۴۸۰ ستراتېژيک اهدف په نښه کړي

اسرائیل: سوریه کې مو ۴۸۰ ستراتېژيک اهدف په نښه کړي


  • 1 مياشت دمخه (11/12/2024)
  • سمسور نیوز
  • 91

د اسرائیل پوځ ویلي چې په سوریه کې یې په تیرو ۴۸ ساعتونو کې ۴۸۰ ستراتیژیک نظامي اهداف په نښه کړي دي.

له یاد پوځ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دا بریدونه یې د ستراتیژیکو وسلو ذخیرې د له منځه وړلو لپاره کړي دي.

 

د پوځ په اعلامیې کې ویل شوي چې پدې ۴۸۰ بریدونو کې ۱۵ یې د بحري ځواکونو په جنګي کښتیو شوي، د ټانګ ضد توپونه او د وسلو تولید کارخانې ځینې نور ځایونه دي چې اسرائیل په نښه کړیدي.

 

د اسرائیل د بهرنیو چارو وزیر ګیدون سعار ویلي چې دفاعي ځواکونو په سوریه کې د کیمیاوي وسلو ځایونه او د لیرې واټن ویشتونکي توغندي ویشتي دي تر څو ترهګرو عناصرو ته په لاس ورنشي.

بل لورته بیا اسلامي امارت سعودي عربستان او ځنیو نورو هېوادونو دا بریدونه غندلي دي.