د فراه ولایت د امنیې قومندانۍ مسئولین وايي، د دغه ولایت د مرکز اړوند په باغ پل سیمه کې د کاکا زامنو ترمنځ په شخړه کې د دوو مېرمنو په ګدون درې کسان وژل شوي او یو تن بل ژوبل شوی دی.
د یادې قومندانۍ ویاند مولوي نسیم بدري رسنیو ته د پېښې په تائید سره ویلي، چې دغه پېښه نن سهار ۱۰ نیمې بجې د میراث پر سر رامنځته شوې؛ خو نور معلومات یې نه دي ورکړي.
د بدري په وینا، د یادې پېښې په اړه څېړني جریان لري.
دا پېښه وروسته تر هغه رامنځته شوه، چې تېره ورځ د میدان وردګ ولایت په سید آباد ولسوالۍ کې هم د ځایي اوسېدونکو او کوچیانو ترمنځ په شخړه کې دوه کسان ووژل شول او یو تن بل ژوبل شو.