افغان پلاوی له پاکستان او چین سره د خبرو لپاره اسلام‌آباد ته وخوځېد

افغان پلاوی له پاکستان او چین سره د خبرو لپاره اسلام‌آباد ته وخوځېد


  • 1 کال دمخه (05/05/2023)
  • سمسور نیوز
  • 583

سمسور نیوز (۱۵غوایي۱۴۰۲) د بهرنيو چارو سرپرست وزير مولوي امير خان متقي په مشرۍ يو سياسي او تجارتي پلاوی د پاکستان پلازمېنې اسلام‌اباد ته روان شو.

د دې وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد  په یو لړ ټوېټونو کې ویلي، چې د افغانستان حکومت غواړي په دې سفر کې د افغانستان او پاکستان پر دوه اړخيزو سياسي او تجارتي اړيکو، سيمه‌ييز ثبات او ټرانزيټ هر اړخيزې خبرې اترې وکړي.

هغه دغه راز لیکلي، چې د دې ترڅنګ به سرپرست وزیر د افغانستان، چين او پاکستان د بهرنيو چارو وزيرانو په شپږمه درې اړخیزه ناسته کې هم ګډون وکړي.