ټاکل شوې د نړۍ د سوک وهنې د اتل محمد علي کيلي مېرمن کابل ته په سفر راشي.
د آوا د خبر له مخې د بدني روزنې او سپورټ ریاست ویلي چې خلیله علي به کابل ته د خپل سفر پر مهال د یو سپورټي سټېډیوم د جوړولو د چارو پرانیسته وکړي.
خبر زیاتوي چې نوموړې به د "علي کيلي او خلیله علي" تر نامه لاندې د یوې سپورټي اتحادیې د جوړولو چارې هم پرانېزي.
خلیله کاموچو علي چې پخپله یې هم په رزمي لوبو کې کار کړی، د افغانانو په اړه ویلي وو، چې له افغانستان او افغانانو سره ډېره مینه لري.
هغې دا خبرې په ۲۰۲۱ کال کې کابل ته د خپل سفر پر مهال کړې وې.