داعش ډلې په هرات کې د شیعه ګانو پر یوه جومات د وړمې شپې د برید مسوولیت منلی دی.
یادې ډلې تېره شپه پر خپل ټلګرام خبر ورکړی، چې دا برید د دوی وسلهوالو کړی دی.
د تېرې دوشنبې په شپه د هرات ګذرې ولسوالۍ د شهرک سیمې پر یوه جومات وسله وال برید کې شپږ لمونځ کوونکي ووژل شول.
یاد برید په کور دننه او بهر یوه ترهګریزه کړنه بلل شوې او په پراخه کچه غندل شوی.
داعش تېره میاشت په کندهار کې هم د یوه ځانمرګي برید مسوولیت منلی و.
په هغه برید کې، چې د نوي کابل بانک پر څانګه شوی و، لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.
که څه هم سرپرست حکومت وایي، داعش په افغانستان کې ځپل شوی؛ خو یاده ډله وخت ناوخت ورته بریدونه کوي.