مولوي کبیر: ا، ا پراخ بنسټه حکومت ته ژمن دی

مولوي کبیر: ا، ا پراخ بنسټه حکومت ته ژمن دی


  • 1 کال دمخه (24/06/2023)
  • سمسور نیوز
  • 499

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال او کفیل مولوي عبدالکبیر په کابل کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي همغږي کوونکي فریدون سینیرلي اوغلو سره کتلي دي.

له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې سینیرلي په دې کتنه کې ویلي، چې نړیواله ټولنه په افغانستان کې د داخلي امنیت ترڅنګ له ګاونډیو هېوادونو سره د ا سلامي امارت د ښو اړیکو غوښتونکې ده او غواړي چې کورنی امنیت همداسې دوام ومومي.  

اوغلو زیاته کړې، چې نړیواله ټولنه غواړي اسلامي امارت سره ښې اړیکې ولري.  

په ورته مهال مولوي الکبیر ویلي، چې اسلامي امارت پراخ بنسټه حکومت ته ژمن دی او اوس مهال په ټولو دولتي ادارو کې د افغانستان د هر قوم خلک شتون لري.

نوموړي ویلي اسلامي امارت د متقابل درناوي په رڼا کې له نړیوالو سره مثبت تعامل ته ژمن دی.

هغه یو وار بیا ډاډ ورکړی، چې اسلامي امارت هېچاته اجازه نه ورکوي، چې د افغانستان خاوره د نورو پرضد وکاروي او په دې اړه شته ادعاوې بې بنسټه دي.