ننګرهار کې ۱۰ روغتیایي مرکزونه ګټي اخېستنې ته سپارل شوي

ننګرهار کې ۱۰ روغتیایي مرکزونه ګټي اخېستنې ته سپارل شوي


  • 1 مياشت دمخه (01/03/2025)
  • شریف الله ولیزاد
  • 70

د عامي روغتیا وزارت خبر ورکړی، چې په ننګرهار ولایت د ملګرو ملتونو د وګړو د وجهي صندوق (U.N.F.P.A) ‎په مالي ملاتړ ۱۰ روغتیايي مرکزونه جوړ او د عامې روغتیا وزارت له خوا ګټې اخېستنې ته سپارل شوي دي. 

دغه وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې دغه روغتونونه د یاد ولایت په هغو ولسوالیو کې جوړ شوي، چې اوسېدونکي یې له روغتیايي خدمتونو څخه بې برخې وو.

د سرچینې خبرپاڼه زیاتوي، چې د دغو روغتیایي مرکزونو پر جوړولو ۴۶۰ زره امریکايي ډالره لګښت راغلی دی. 

دغه روغتونونه داسې مهال ګټې اخېستنې ته سپارل شوي، چې په راتلونکي ۱۴۰۴ لېږدیز لمریز کال کې هم یاد وزارت پلان لري؛ ترڅو پخپله بودیجه د هېواد په ټولو ولسوالیو یو عمومي روغتون جوړ کړي.