افغانستان ته د بانکي اړیکو د پراختیا په کنفرانس کې د ګډون بلنه ورکړل شوې

افغانستان ته د بانکي اړیکو د پراختیا په کنفرانس کې د ګډون بلنه ورکړل شوې


  • 1 ورځ دمخه (29/06/2025)
  • سمسور نیوز
  • 25

د افغانستان او امریکا د سوداګرۍ ګډې خونې افغانستان بانک ته بلنه ورکړې چې د بانکي اړیکو د پراختیا په کنفرانس کې چې د روان کال په اګست کې جوړېږي، ګډون وکړي.

د افغانستان بانک له لوري په خپره خبر پاڼه کې راغلي چې د دې بانک لومړي مرستیال صدیق الله خالد د افغانستان او امریکا د سوداګرۍ د ګډې خونې له رئیس جیفري ګریکو سره کتلي او د خصوصي سکټور د پیاوړتیا، سوداګرۍ زیاتولو او د دوه اړخیزو بانکي اړیکو او ګډو همکاریو د پراختیا په اړه یې خبرې کړې دي.

جیفري په دې کتنه کې ویلي چې په تېرو درېیو کلونو کې د افغانستان په اقتصادي او بانکي برخو کې مثبت بدلونونه راغلي دي.

په ورته وخت کې، خالد ویلي چې د بانکي سکټور له لوري خلکو ته د مالي تمویلاتو د ورکړې په برخه کې د تېر کال په پرتله ۷۱ فیصده زیاتوالی راغلی او په تېرو درېیو میاشتو کې په بانکي سکټور کې د امانتونو کچه ۷،۹ میلیارده افغانۍ لوړه شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې امریکا د افغانستان بانک شتمني کنګل کړې او د بانکي محدودیتونو له امله، افغان سوداګر نه‌شي کولای په اسانۍ سره د نورو هېوادونو بانکونو ته پیسې انتقال کړي.

په ورته وخت کې د افغانستان بانک لومړی مرستیال وايي چې نړیوالو بانکونو ته د پیسو لېږد په برخه کې ډېرې ستونزې حل شوې دي.