روسیه: غواړو له اوسنیو افغان چارواکو سره پر مهمو مسائلو  خبرې وکړو

روسیه: غواړو له اوسنیو افغان چارواکو سره پر مهمو مسائلو خبرې وکړو


  • 5 مياشتي دمخه (03/04/2024)
  • سمسور نیوز
  • 248

روسیه وايي، مسکو غواړي چې د افغانستان له اوسنیو افغان چارواکو سره د مهمو مسائلو په اړه خبرې وکړي. 

د روسیې ولسمشر ویاند دیمتري پیسکوف تېره ورځ خبري غونډې ته ویلي، چې مسکو د افغانستان له اوسني حکومت سره  د اړیکو هڅې پیل کړې او غواړي چې پر مهمو مسائلو ورسره خبرې وکړي.

هغه ویلي، مسکو لکه د نړۍ د نورو هېوادونو په څېر له افغانستان سره هم د ښو اړیکو غوښتونکی دی.  

نوموړي نه ده روښانه کړې، چې مسکو له سرپرست افغان حکومت سره د کومو مهمو مسائلو په اړه خبرې کول غواړي.

له اوسنیو واکمنو سره د روسیې د خبرو د پیل هڅه وروسته له هغې ده، چې دوه اوونۍ وړاندې په مسکو کې پر یوه کنسرټ د داعش په خونړي برید کې ۱۴۴ تنه ووژل شول او ګڼ نور ټپیان شول.

د خبرو د پیل په درشل کې روسیې تازه اعلان کړی، چې غواړي اوسني افغان واکمن د ترهګرو ډلو له نوملړه وباسي.