سبا افغانستان او سریلانکا د یو ورځنیو سیالیو لومړۍ لوبه کوي

سبا افغانستان او سریلانکا د یو ورځنیو سیالیو لومړۍ لوبه کوي


  • 1 کال دمخه (01/06/2023)
  • سمسور نیوز
  • 593

ټاکل شوې چې سبا جمعه د افغانستان او سریلانکا ترمنځ د درېیو یو ورځنیو لوبو لړۍ پیل شي.

د افغانستان او سریلانکا ترمنځ د درېیو یو ورځنیو لوبو دغه لړۍ به د جون میاشتې تر اوومې نېټې پورې دوام وکړي.

تر دې مخکې افغان لوبډلې له سریلانکا سره د ۲۰۲۲م کال په نومبر کې دوې لوبې وکړې، چې یوه، یوه مساوي شوې او درېیمه هغه د باران له امله ترسره نه‌شوه. 

بل لورته د افغانستان کرکټ بورډ خبر ورکړی، چې راشد خان د تمریناتو پر مهال په ملا کې درد محسوس کړی او د سریلانکا پر وړاندې لومړیو دوه سیالیو کې نه‌شي لوبېدای.

د کرکټ بورډ په وینا، د ډاکټر له معاینې وروسته،‌ نوموړي‌ ته د یوې اوونۍ ارام سپارښتنه شوې.‌