د امریکا مرکزي قوماندنۍ ویلي، چې امریکایي بېپیلوټه الوتکې په سوریه کې د القاعده شبکې لوړپوړی مشر عبدالحمید المطار وژلی دی.
الجزیرې د امریکا مرکزي قومندانۍ د مسوولینو له قوله لیکي، چې یاد برید کې ملکي وګړو ته کوم زیان نه دی اوښتی.
د امریکایي چارواکو په خبره، د نوموړي په وژل کېدو سره به د ترهګرو سازمانونو وړتیا کمه شي او په دې سره به امریکا او متحدو هېوا
دونو ته کوم ګواښ پېښ نهشي.
د دوی په خبره، په دې برید کې هېڅ ډول ملکي مرګ ژوبله چاته نهده اوښتې.
دا برید وروسته له هغې کېږي چې دوه ورځې وړاندې وسلهوالو په سوریه کې پر یوې امریکايي اډې هوایي بریدونه وکړل.
که څه هم تر اوسه القاعده ډلې د دې برید په اړه څه نه دي ویلي؛ خو امریکا بیا د یادې ډلې له قوي کېدو څخه په وېره کې ده.