د ژور خپګان ځینې عامې نښې او نښانې

د ژور خپګان ځینې عامې نښې او نښانې


  • 1 کال دمخه (07/04/2023)
  • ډاکټر کامران وزیري
  • 1084

تر ټولو ډيره اړينه خبره، چې بايد ټول پری پوه شوو دا ده چې د خپګان  د نښو او بڼې څرګنديدل په هر چا کې خپلې ځانګړتياوي لري او په ټولو خلکو کې په يوه بڼه نه وي او هم د خپګان نښې نورو رواني ناروغتياو ته ورتوالې لري چې څيړل او کره تشخيصول يې د رنځ پوهانو دنده ده.

 

په ټوله کې ځينې داسی نښې او نښانې شته چې د خپګان په مهال په انسانانو کې راڅرګنديږي. له دوی د جملې څخه لږ تر لږه دری داسې نښې دي چې د خپګان د تشخيص لپاره يې شتون لازمي دی ( ځان خپه احساسول، ځان ستړی يا بې انرژي احساسول، د ژوند نه او د ټولو هغو څيزونو چې پخوا تری خوند اخيستل کيدلو زړه توري او زړه صبري).  

 

دا لاندې د ژور خپګان ځینې هغه عامې نښې او نښانې دي چې ډيری مهال په ناروغتیا کې تر سترګو کيږي.  

 

- پرله پسی زړه تنګي ، خپه مزاجه خوی لرل .

- زر په غوصه کيدل، فکري او فزيکي ناقراري .

- ژړه غوني کيدل  او يا بی علته ژړل .

- خپلې ظاهري بڼي ته پاملرنه نه کول ، ځان پاک نه ساتل .

- د خپګان  نښانې په څيره کې رابرسيريدل. 

- ځان ملامته احساسول او يا هم داسي احساس چي ځان ورته د هيڅ  کار وړ نه ښکاري.

- ځان د نورو خلکو نه ګوښه کول اود ټولنيزو ناستوڅخه ډډه کول . 

- نارامه بيديدل ( څو ځله د شپی راپاڅيدل او يا هم سهاروخته راپاڅيدل او بيا بيرته خوب نه ورتلل)، وران او ګډوډ  خوبونه ليدل.

-کله کله د سر درد ، د زړه د ډباري ډيريدل او يا هم د سينې د دردونو احساسول .

- حافظه او په پاملرنه کې ستونځې .

- د پريکړو نيولو توان نه لرل ، بی زړه کيدل او پر خپل ځان ډاډ نه لرل .  

- ډوډی ته زړه نه کيدل آن  دا چې ډنګريدل.

- د جنسي اړيکو نه زړه صبري او د نارينه د فزيکي او جنسي وړتيا لږيدل .

- ډير منفي فکرونه لرل  (آن  د ځان  وژنې تر پولي پورې) ، ژوند بی مانا ګڼل  او ټولو نورو شيانو ته په منفي سترګو کتل  او يا رنګ ورکول .  

- نا هيلې کيدل، د بی وسۍ احساس لرل،ځان بی ارزښته ګڼل،د هر څه زړه توري کيدل.