د عامې روغتیا وزارت وايي، هند له دغه وزارت سره د یوولس زره ډوزه واکسینونو مرسته کړې ده.
یاد وزارت په یوه خبر پاڼه کې دا واکسینونه د انفلونزا او دماغي التهاب (Meningitis) ناروغیو په مخنیوي کې اړین بللي دي.
سرچینې زیاته کړې، چې دا واکسینونه کولای شي په افغانستان کې د زرګونه کسانو ژوند وژغوري.
دا په داسې حال کې ده، چې هېوادوال د بېلابېلو واکسینونو له کمښت څخه اندېښنه څرګندوي او له حکومت او نړیوالو ادارو غواړي، چې په دې برخه کې ورسره همکاري وکړي.