- 4 کاله دمخه (21/09/2020)
- محمدعیسی مومند
- 1211
ټاکل شوې ده ولسمشر اشرف غني د اسیا زړه هېوادونو کنفرانس کې د ګډون په موخه اسلام اباد ته دوه ورځنی سفر ولري.
د اسیا زړه هېوادونو کنفرانس اصلي موخه د ترهګرۍ پر ضد ګډه مبارزه او اقتصادي مسایل دي؛ خو پاکستاني چارواکي هیله لري چې د دغه کنفرانس په څنډه کې به له افغان چارواکيو سره د سولې د خبرو په اړه هم بحث وکړي.
د سولې خبرې
د مري د خبرو له ځنډېدو وروسته د لومړي ځل لپاره په پاریس کې د اقلیمي بدلون غونډې په څنډه کې ولسمشر اشرف غني د بريتانیا د لومړي وزیر په هڅونې او موجودیت سره د پاکستان له لومړي وزیر نواز شریف سره ولیدل.
دغه لیدنه د باور فضا رامنځته کولو په برخه کې مهمه ګڼل شوې او له همدې امله پاکستاني چارواکي هیله من دي چې په اسلام اباد کې د اسیا زړه هېوادونو په کنفرانس کې به افغان حکومت د سولې خبرو په اړه هم بحث وکړي؛ اما لا هم د سولې پر وړاندې ځینې خنډونه موجود دي.
پاکستان لا هم د افغان حکومت غوښتنې نه دي منلې. د وسلهوالو مخالفینو پر وړاندې یې اقدام نه دی کړی، له ترهګرۍ سره یې په رښتیني توګه مبارزه نه ده کړې او د سولې په برخه کې یې د افغان حکومت غوښتنې نه دي منلې.
له دې ټولو سره تر دې دمه ناشونې اېسي چې د سولې خبرو پیل په موخه دې بحث وشي.
بل لور ته د ژمي په رارسېدو د وسلهوالو مخالفینو فعالیتونه کمېږي. په دغه موسم کې د سولې د خبرو پیل، له دې پرته چې طالبانو او پاکستان ته د فرصت ورکولو مانا ولري، بل څه له ځانه سره نه شي درلودای.
باور دا دی که په ژمي کې افغان ځواکونه د وسلهوالو مخالفینو پر وړاندې پراخ عملیات وکړي، د دوی تر کنټرول لاندې سیمې ترې فتح کړي او مرکزونه یې له منځه یوسي، نو دغې ډلې ته به ستونزمنه وي چې په پسرلي کې دې جګړې ته مخه کړي.
تر دې دمه امریکا، سعودي عربستان او چین د سولې خبرو تضمین نه دی کړی. د تضمین په نه شتون کې پر پاکستان باور ناممکن دی او له تضمین پرته د خبرو پیل د کم وخت لپاره د جګړې سړېدو په مانا دی. په داسې حال کې چې په پسرلي کې به بېرته جګړه پیل شي.
د منصور ټپي کېدل
د ملا عمر د مړینې خبر له خپرېدو وروسته طالبانو خپل انسجام له لاسه ورکړ او عملا دغه ډله په څو ډلګیو وېشل شوې ده چې دوه هغه یې (د ملا منصور او ملا رسول ډلې) عملا د یوه بل پر وړاندې درېدلې او جګړه کوي.
د خپرو شویو رپوټونو او د ملا رسول ډلې د ادعا پر اساس، اختر محمد منصور د کوټې په کچلاغ سیمه کې ټپي شوی چې روغتیايي حالت یې د اندېښنې وړ دی. (طالبانو د تل په څېر دغه خبر رد کړی او په دې اړه یې منصور ته منسوب غږیز پيغام خپور کړی.)
د منصور له ټپي کېدو سره د طالبانو تر منځ د نویو انشعاباتو د زیاتوالي په اړه ویل کېږي چې شونې ده دغه ډله په څو نورو ډلګیو کې و وېشل شي.
د طالبانو په وېش سره له یوې خوا د افغان دولت پر وړاندې د دوی دریځ کمزوری کېږي او له بلې خوا زیات انشعاب د دې لامل کېږي چې دغه ډله په خپل منځي شخړو کې ښکېله شي. له دې سره د طالبانو زوال پيلېدونکی دی؛ اما مهمه دا ده چې له دغه فرصت څخه ګټه پورته کړای شي.
افغان حکومت دوه لارې پر مخ لري:
۱. د طالبانو انشعاب ته په تمه پاتې کېدل او له انشعاب څخه وروسته د سولې خبرو پیل.
۲. له طالبانو سره د خبرو پیل. دې ته په کتو سره چې طالبانو لا د سولې خبرو ته چمتووالی نه دی ښودلی او ټولې خبرې له پاکستان سره کېدونکې دي، د خبرو پیل سره جوخت به یو شمېر طالب جنګي قومندانان له خبرو سره بایکاټ اعلان کړي او جګړې ته به مخه کړي. غوره دا ده چې خبرې پسرلي ته پاتې شي؛ ځکه تر هغه وخته تر شوني بریده د طالبانو مشري مالومېدونکې ده او همداراز د جګړې موسم هم پیلېږي.
سرخط ورځپاڼه