د سولې روانې خبرې دې په سمه توګه مدیریت شي

د سولې روانې خبرې دې په سمه توګه مدیریت شي


  • 4 کاله دمخه (08/12/2020)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 1196

 

د مشرانو جرګې غړي وايي دوحه کې وروستي پرمختګونه هیله بښونکي دي او د سم مدیریت غوښتنه يې کوي.

دوی وايي، چې د حکومت مذاکراتي ټیم باید خبرې سمې مدیریت کړي او د ناوړه پایلو د رامنځته کېدو مخنیوي کې دې حساس اوسي.

د مشرانو جرګې غړي همداراز د پاتې طالب بندیانو ازادېدو په اړه وايي، چې په مذاکراتو کې پرمختګ او د اوربند رامنځته کېدل مهم ګام دی او طالبان باید تاوتریخوالی کم کړي او اوربند وکړي.

سناتوران همداراز د ملي مصالحې عالي شورا له ناستو څخه ملاتړ کوي خو دغه ترکیب نا انډوله بولي.

د مشرانو جرګې غړي په داسې حال کې په مذاکراتو کې وروستیو پرمختګونو ته خوشبیني ښيي، چې اوس مهال د دواړو مذاکراتي ټیمونو له خوا موظفې شوې کاري کمېټه له مذاکراتي هیئتونو سره په سلا مشورو بوخته ده.