سمسور (چهارشنبه د مرغومي۲۲) امریکا وایي، که طالبان غواړي حکومت یې په رسمیت وپېژندل شي، نو د امریکا او نړیوالو لهخوا وړاندې شوي شرطونه باید ومني.
د دې وزارت ویاند، نېډ پرایس پرون خبري کنفرانس ته ویلي، چې د دې شرطونو یو مهم شرط د یوه ټولشموله حکومت جوړول دي، چې ټول افغانان پکې ځان وویني. او د ټولو افغانانو اړتیاوو ته ځواب ووایي.
دغه وزارت ټینګار کړی، چې په افغانستان کې ټولشموله حکومت جوړول هغه څه دي چې ټوله نړۍ یې څاري او ګوري چې طالبان په دې برخه کې څه کوي.
طالبانو که څه هم د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاند یادو څرګندونو په غبرګون کې تر اوسه څه نهدي ویلي، خو تر دې وړاندې یې ویلي وو چې د دوی سرپرست حکومت ټولشموله دی.