په تېره یوه اوونۍ کې؛ ایران او پاکستان ۷۴ زره افغانان راشړلي

په تېره یوه اوونۍ کې؛ ایران او پاکستان ۷۴ زره افغانان راشړلي


  • 7 مياشتي دمخه (05/05/2024)
  • سمسور نیوز
  • 250

د کډوالۍ نړیوال سازمان په خپل تازه راپور کې ویلي، چې په تېره یوه اوونۍ کې ایران او پاکستان ۷۴ زره ۲۹۱ تنه افغانستان ته راستانه کړي دي.    

په دغه راپور کې راغلي، چې د اپرېل له ۲۱ مې تر ۲۷مې ڼېټې ۴۳ زره ۱۷۶ تنه له ایران او ۳۱ زره ۱۱۵ تنه له پاکستان څخه افغانستان ته راستانه کړل شوي دي.  

 د یاد سازمان د معلوماتو له مخې، دغو افغانانو په یادو هېوادونو کې د اوسېدو قانوني اسناد نه لرل.  

په راپور کې ویل شوي، چې په دې موده کې له افغانستان څخه ۴۳ زره ۴۲۲ کسان ایران او پاکستان ته تللي دي. 

له دې جملې څخه ۲۴ زره ۳۴۸ ایران او ۱۹۷۴ پاکستان ته تللي دي.

د یادونې ده، چې ایران او پاکستان په دې وروستیو کې د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ چټه کړې او نږدې هره ورځ سلګونه افغانان افغانستان ته راستنوي.