طالبان وایي، چې د نوي حکومت تر ترکیب او اعلان وروسته افغان مېرمنې کولای شي، چې د نور برخو ترڅنګ په سیاست کې هم خپل رول ولوبوي.
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مرستیال شیر محمد عباس ستانکزی وايي، چې د نوي حکومت له اعلان سره سم به ټولې ادارې پرانستل شي او افغان میرمنې به وکولای شي، چې په سیاست او نورو برخو کې خپل رول ولوبوي.
نوموړي همداراز زیاته کړې، چې د بهرنیو سرتېرو تر وتلو وروسته به افغان اتباع وکولای شي، چې په هر وخت کې په وقار سره بهرنیو هېوادونو ته سفر وکړي؛ خو په وینا یې چې دوی باید قانوني اسناد ولري.
د دې طالب چارواکي دا څرګندونې داسې مهال دي، چې یو شمېر افغانانو پر کابل هوایي ډګر تر چاودنې وروسته ایران هېواد ته د کډوالۍ په موخه مخه کړې او ورځ تر بلې دا بهیر په ډېرېدو دی.