اووه څراغه بلوونکې نجونې
لیکواله: کامله عزیزي
خپلوانې مو کیسه کوله چې؛ ډاکټر ته تللې وم، هلته له نورو کلیو هم ښځې راغلې وې، ورسره کېناستم وروسته یې له یوې بلې پوښتنې پیل کړې؛
خورې ستا خو به سرطان نه وي؟
هغه بلې ورته کړه، نه زه شکر د واده په لومړي کال ترې خلاصه شوم، ته څنګه؟
وۍ خورې ته خو نو بختوره یې زما د واده اتم کال دی، خو اوس یې لا لرم!
د دوی د سرطان مرضي ته مې خوا بده شوه، خو هغه بلې ته حیرانه شوم پوښتنه مې ترې وکړه؛ نو له سرطان مرضۍ کله تر اوسه څوک جوړ شوي ته څنګه ترې ښه شوې؟
دې وېل له سرطانه مې دې خدای وساتي، موږ د سرطان نوم خواښې ته اخلو چې په کور کې درسره وي، تر دې مرضۍ هم بده ده!
دا کسیه تر دې پورې رایاده شوه چې ډېرې ښځې د خُسر کور ته په همدې نظر ګوري او د ښځو تر منځ اختلافات پر همدې نقطه راڅرخي او داسې ډېرې سپينسرې مې لیدلې دعا کوي چې د پردي کلي له «روې» مې وساتې!
ښځې یوې بلې ته وايي، هی! هغه فلانۍ خو به اووه څراغه ولګوي، یو ګز ژبه یې ده!
یوه نیوکه پر ښځو همدا ده چې دوی کورپاشونکې دي، یوې بلې ته احترام نه لري، که واده شي هلته دا هیله لري چې یوازي او له ټول بېل ژوند وکړي بس؛
زه دې یم، لالی دې وي
د دوو پښو نغری دې وي
یوه بوجۍ اوړه دې وي
نور که نه وي نه دي وي
خو اوس پوښته نه دا ده چې ولې له عاطفي او زړه سواندو ښځو په اصطلاح «روې» جوړېږي، ولې لکه بم کورنۍ خرابې کړي؟
ولې اووه څراغه لګونکې تر جوړېږي او ولې دا کار خوند ورکوي؟
ارواپوهان دا نظر لري کوم انسانان چې په ماشومتوب کې پرې محدودیتونه ولګېږي، په تنګنظرۍ او د نورو تر لاس لاندې رالوی شي، په زړه کې یې یوه عقده ور پیدا کېږي او هغه په ماشومتوب کې چې کوم ظلمونه یا توندې خبرې ورته شوې وي چې لوی شي او لږ واک ته ورسېږي تر نورو هماغه غوسه او عقده باسي!
زه د پښتنو نجونو په هکله همدا نظر لرم، کله چې د پیدایښت په لومړي ساعت بې ارزښته شې، د کور ټول خلک په دې خپه وي چې ولې نجلۍ زېږېدلې، بیا چې لږ لویه شي د کور ده یا د ګور، د سَتَر په نوم له خپلو دېنې حقونو را وګرځول شي، ورټل شي، د نظر حق ترې واخیستل شي او بیا یې په ښه لوړه بیه ناخبره خرڅه کړي؛ نو تاسو فکر وکړئ ولې به نه عقدیانې کېږي؟ انساني احترام به له چا زده کوي؟ څومره ظلمونه چې له دې سره شوي، ولې به له بل چا سره عاطفي چلند کوي، ولې به یې پر نورو واکمنې ته زړه نه کېږي ؟ څنګه به ځان په نورو نه لوړوي؟
نو اووه څراغه بلوونکې نجونې ملامتې دي، خو ګرَمې ځکه نه دي چې روزل شوې د داسې خلکو له خوا دي چې د بل چا احترام، کورنۍ، خوشالي او حقونه یو غیران اهمیت هم نه لري، خو اوس دلته یوه بل پوښتنه دا ده چې هغه نجونې خو به اطرافیانې وي، د یو بل له حقونو ناخبرې او بې تعلیمه به وي؛ نو ځکه به د بل چا کور ته هم په درنه سترګه نه ګوري
خو هغه نجونې چې له ماشومتوبه ښې روزل شوې، درس یې ویلی، پر متقابل احترام خبرې دي، ولې د خُسر له کوره بېل ژوند خوښوي، ولې د دوی د واده لومړی شرط پر نارینه دا وي چې له کورنۍ به بېلېږي؟
دا پوښتنه مې له یوې لوستې نجلۍ وکړه، هغې ویل؛ ګوره! اوس خو هاغه پخواني وختونه نه دي چې موږ به ټول ژوند تر خواښې، خسر او ایندروره ځارو دا د ګډ ژوند لومړی حق دی چې باید په خپله خوښه ژوند ولرې!
وګوره خارجان څومره ښایسته ژوند لري، هغوی زوی د واده په لومړۍ ورځ بېلوي، نور د هر چا خپل کار خپل یې کتار! موږ باید د هغوی له ښو تجربو ګټه واخلو، ټولې څوک پر ځان نه کوي، هغوی ولې خوشال ژوند لري؟ خو په همدې خاطر چې خپلواک دي
خو نه! کاش موږ دلته د خارج غوندې هر څه درودلای، د هغوی غوندې هر چا اقتصادي ازادي لرلای او د یوه بل لاس ته یې نه کتلای؛ نو د هغوی دا تجربې به هلته زموږ په درد لګېدلې وې چې زموږ ټولنه کې ښځه نه خاوند ته اړه وای نه یې ورور ته ویلای چې خانه توی یې نه کړې، خانه مات یې نه کړې او نه یې په زوی پسې هیلې تړلې وای، دلته خو ښځې په همدې خاطر زوی ته خوشاله وي چې د میېنې به وي او تر مرګه به ورسره وي، خو کله چې زوی ته ناوې راوړي، او هغه بیا وایې چې زه باید ځانته ژوند ولرم، دا زما فردي حق دی، دا نو بېخې ظلم دی، ځکه فردي ازادي باید داسي نه وي چې د نورو پر حقونو دې تېری کړی وي!
مګر کېدای شي ځینې داسې خواښیانې هم پیدا شي چې له اینږور سره ښه نه کوي، ان په فلکلور کې هم ورته اشاره شوې ؛
خواښې مې ښه ده بده نه ده
چې چرګ حلال کړي ما د پلار کره لېږينه
خو ډېرې خواښیانې ځکه داسې نه دي چې د زوی او کور د خوشالۍ لپاره پر اینږور ظلم ته زړه نه ښه کوي او ډېر وخت د کور خرابی د اینږور له خوا وي، خو له لاندې ټپې مالومېږي چې ټولې پښتنې هم داسې نه دي چې خواښې دې سرطان وبولي، بلکې وایې؛
تر سکنۍ خواښې مې ځار کړې
تر ګل نازک لالی یې ماته لویاونه