ښایي افغانستان کې جګړې یو ځل بیا زور واخلي

ښایي افغانستان کې جګړې یو ځل بیا زور واخلي


  • 3 کاله دمخه (16/04/2021)
  • نګینه ارشاد
  • 1401

سمسور (جمعه د وري ۲۷)د امریکا له وتلو وروسته امکان شته، چې یو شمېر ترهګرې ډلې سر راپورته کړې او په یاد هېواد کې جګړې یوځل بیا شدت پیدا کړي.

د هند د پوځ مشر ویلي، چې د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته په افغانستان کې رامنځته کېدونکې تشې ته اندېښنه لري.

د هند د پوځ مشر جنرال بین راوت ویلي، چې ورانکاري ډلې ښايي افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته په پوره توان خپلو جګړو ته دوام ورکړي او یو ځل بیا یاد هېواد د نورو د جګړو پر میدان بدل شي.

هند تر دې وړاندې هم اندېښنه څرګنده کړې وه، چې احتمال شته، چې افغانستان کې جګړې یو وار بیا خپل اوج ته ورسیږي.

باید یاده شي، چې هند اندېښنه لري، چې پاکستان به پر طالبانو له خپل نفوذ څخه په استفادې یاده ډله د خپلو ګټو د خاطر لپاره نوره هم قوي کړي.

جنرال بین راوت په داسې حال کې خپلې اندېښنې شریکوي، چې تېره ورځ ولسمشر غني د بایډن له لوري د ځواکونو د وتلو پرېکړه وستایله او زیاته یې کړه، چې افغان حکومت چمتو دی، ترڅو د امریکايي ځواکونو د وتلو پروسه کې له یاد هېواد سره مرسته وکړي.