افغانستان بې رهبره نه دی


  • 3 کاله دمخه (21/09/2020)
  • سمیع الله ارین
  • 1072

 په یوه تنظیمي ورځپاڼه کې مې د یوې جګړه‌مارې ډلې د یوه غړي د (کشور بې‌رهبر) تر سرلیک لاندې مقاله ولوسته. 

ليکوال د خپلې مقالې په یوه برخه کې لیکي (با اه و درد که کشور ما از مدتهاست که در خلای رهبری بسر میبرد، البته اینکه فردی مانند سیاهی فالیز در ارګ نشسته و از هر راه مشروع و نامشروع که شده خود را بدانجا رسانده معنای انرا ندارد که او حتمآ شایستګی رهبری راهم دارد.)
فکر مې وکړ یو څوک چې ځان ته لیکوال هم وایي، ولې دومره بې‌خبره وي او داسې بې‌مسوولیته لیکنه وکړي، خو وروسته مې چې په نورو تنظیمي ورځپاڼو کې د ف، فایض نورې لیکنې ولوستې، پوه شوم چې نوموړی دا ډول لیکنې له ناخبرې نه، بلکې د خپل تنظیمي لیدلوري له مخې کوي.
نوموړي د ټاکنیزو مبارزو په بهیر کې هم په خپلو لیکنو کې د یوې جګړه مارې ډلې د نوماند ملاتړ کاوه او د هماغې عقدې له مخې یې بیا هم زموږ ګران هېواد افغانستان بې‌رهبره بللی دی.
دا یې هېر دي، هغه څوک چې اوس په ارګ کې ناست دی، د فایض د تنظیمي رهبر غوندې یې د توپک او خلکو د وژلو له لارې د ارګ د نیولو هڅه نه ده کړې، بلکې د ۱۳۹۳ کال د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د افغانانو د غوڅ اکثریت د رایو په نتېجه کې ارګ ته رسېدلی دی.
ښاغلی ف فایض باید پوه شي چې په تېرو ټاکنو کې اوسنی ولسمشر محمد اشرف غني د خلکو په اکثریت رایو سره د افغانستان د جمهور ريیس په توګه ټاکل شوی دی.
دا چې د ځینو کورنیو او بهرنیو مغرضو کړیو له خوا د افغانستان د ټاکنو د بدنامولو هڅې وشوې او ځینو جګړه‌مارو ډلو د وینو د ویالو د بهېدو ګواښونه کړي وو، نو اوسني افغان رهبر د وینې د تویېدو د مخنیوي لپاره ومنله چې د ټاکنو بل کاندید دې هم په حکومت کې ورسره برخه ولري، که نه هر چا ته څرګنده ده چې تر دويم نوماند یې تر یو میلیون زیاتې رایې، ډېرې وې او دا په داسې حال کې ده چې د تېرو ټاکنو رایې په بې‌سابقه ډول تفتیش شوې او هره رایه څو څو ځله و شمېرل شوه، خو بیا هم ثابته شوه چې محمد اشرف غني د ټاکنو ګټونکی و.
بیا هم نه پوهېږم ولې دا ښاغلی لیکي... فردی مانند سیاهی فالیز در ارګ نشسته و از هر راه مشروع و نامشروع که شده خودرا بدانجا رسانده معنای انرا ندارد که او حتمآ شایستګی رهبری راهم دارد) نه پوهېږم نوموړی چېرې ژوند کوي، تر ځمکه لاندې که کوم بل ځای؟
ده ته اوسنی افغان ولسمشر لکه چې نه دی مالوم چې پوهه او وړتیا یې څه ده او له اوسنیو کارونو څخه یې هم یا خبر نه دی او یا ځان ناګاره اچولی دی. 
د ویاړ ځای دی چې اوسنی افغان ولسمشر ډاکټر محمد اشرف غني د نړۍ په کچه له سترو او مستعدو رهبرانو څخه دی، افغان ولسمشر لکه څنګه چې د خلکو په رایه ولسمشر شوی دی، په خپله ځان د خلکو بادار، رهبر یا امیر نه ګڼي، بلکې ځان د ملت خادم ګڼي او دا یې په عمل کې ثابته کړې ده.
په کومو شرایطو کې چې محمد اشرف غني د افغانستان ولسمشر شوی دی، که بل څوک وای ممکن اوس هر څه ترې شړېدلي وای، افغانستان اوس د خپل تاریخ په ډېرو حساسو شېبو کې قرار لري، له یوې خوا د وسله‌والو مخالفینو جګړې، له بلې خوا د سیمې او نړۍ د استخباراتي شبکو ورانکاري او له بلي خوا د داخلي قدرت طلبو ډلو او اشخاصو سبوتاژ زموږ وطن له سختو ننګونو سره مخامخ کړی دی، خو دا د افغان ولسمشر محمد اشرف غني رهبري ده چې هېواد له سختو کړکېچونو څخه بریالی راوتلی دی.
د مقالې لیکوال د خپلې لیکنې په پیل کې لیکي (در یکی از رونامه های چاپ کابل عنوان (شهر بی شاروال) توجهم راجلب کرد و بلا وقفه هنوان (کشور بی رهبر) در ذهنم خطور کرد و خواستم درین رابطه تاثرات خودرا بنویسم) کاشکې نوموړي د (تاثرات) پر ځای لیکلی وای (و خواستم درین رابطه عقده های خودرا بنویسم.)، ځکه د ده دغه لیکنه سراسر له عقدو ډکه ده.
هر څه یې چې په خوله ورغلي، هغه یې لیکلي او هر څوک چې د ده د تنظیم خوښ نه و پر هغوی بلوسېدلی دی.
د مقالې دغه محترم لیکوال د افغانستان یوه زړه سواند پاچا اعلیحضرت محمد ظاهر شاه ته هم خوله وراچوي، لیکي؛ (...ظاهرشاه چهل سال بر کشور ما حکومت کرد ولی کشورما در بدترین حالت بسر میبرد) او بیا اعتراف کوي؛ (تنها از ناحیه امنیتی کشور ارام بود، ولی مردم از ناحیه اقتصادی انقدر پریشان بودند که به اصطلاح به یک لقمه نان شب خود حیران بودند.)
اوس به نو له دې ښاغلي سره په دې برخه کې څه بحثونه کوو، خو دومره باید ورته وویل شي چې ظاهر شاه رښتیا هم دې وطن ته ډېر کار نه و کړی، په څلوېښت کاله کې یې ایله دومره څه جوړ کړي و چې د کمونیسټانو او اخوانیانو په شل کلن غوبل کې له منځه ولاړل.
اعلیحضرت بابا ملت باید ډېر کار کړی وای، دومره څه یې باید پرې ایښي وای چې غلو لا تر اوسه هم تمام کړي نه وای.
اعلیحضرت محمد ظاهر شاه د افغانستان هغه واکمن او رهبر و چې د هر افغان ژوند ورته ارزښت درلود، د هغه په طلایي دوره کې د انسان وینه د اخوانیانو او کمونسټانو د دوران په څېر ارزانه نه وه.
هغه یو واقعي انسان او واقعي مسلمان و، هغه ته د افغان انسان ژوند او ارامي ارزښت درلود. داسې نه و لکه جهادي او کمونیسټ رهبران چې افغانان په وینو کې لمبېدل او دوی پرې حکومت کاوه.
ښاغلی ف فایض د اعلیحضرت محمد ظاهر شاه له دورانه تر ننه دورو کې د رهبري په اړه بحث کوي، هغوی چې د ده او د ده د تنظیم خوښ نه دي، پر ټولو یې چلیپا راکاږلې، لکه د اعلیحضرت محمد ظاهر شاه د دورې صدراعظمان، خو خپل او د خپلو کمونیسټان دوران یې هیڅ د بحث وړ نه دی ګڼلی.
نوموړي دا نه دي ویلي چې د دوی په دوران کې افغانستان د اووه سري ښامار په ولکه کې و، افغانستان په درځنونو رهبران لرل، اوس وایي چې افغانستان رهبر نه لري او د خپل دوران د بې‌شمېره رهبرانو بیا هیڅ یادونه نه کوي.
په هر صورت نه غواړم خلک بېرته د اور او وینو دوران ته ورستانه کړم او د ښي او کیڼ افراط بدې خاطرې وریادې کړم، خو دې ښاغلي ته دومره ویل غواړم چې ډېر دې په پردو نه نازېږي، خپل وطن او د خپل وطن خلک دې تر نورو ښه وګڼي. 
د خپل هېواد رهبر ته دې توهین نه کوي. د نوموړي د خبرو برخلاف افغانستان بې رهبره نه دی او له نېکه مرغه ښه او پوه رهبر لري.
سرخط‬ ورځپاڼه