ټرمپ: سلیماني ما وواژه، ځکه غوښتل یې امریکایي پوځ له منځه یوسي

ټرمپ: سلیماني ما وواژه، ځکه غوښتل یې امریکایي پوځ له منځه یوسي


  • 1 مياشت دمخه (15/10/2024)
  • سمسور نیوز
  • 64

د امریکا راتلونکو ټاکنو ته نوماند ډونالډ ټرمپ ویلي، چې دده د ولسمشرۍ پر مهال ایران دا جرئت نه درلود چې د امریکا پر ځواکونو برید وکړي. 

ټرمپ قاسم سلیماني یو قوي جنرال بللی او زیاته کړې یې ده، چې ده سلیماني وواژه، ځکه غوښتل یې چې امریکايي پوځ  له منځه یوسي. 

نوموړي یو ځل بیا د جوبایډن پر ادارې نېوکه وکړه او په وینا یې دا یې نه خوښيږي، خو اوس مهال امریکا یو داسې هېواد دی، چې د زوال په لورې درومي. 

ټرمپ بایډن ته په اېشارې ویلي، داسې مشر لري چې پخپله هم د زوال په لوري روان دی.