بغلان کې یو ځوان خپله مور په چاقو وژلې ده.
نوموړي د کورنۍ تاوتریخوالي له کبله خپله مور او خور دواړه وهلې دي؛ خو خور یې ټپي شوی او مور یې د ټپونو له کبله ژوند بایللی.
د بغلان پولیس وايي، قاتل نذیر نومیږي، چې د دیو له لوري نیول شوی دی.
د پېښې علت کورنی تاوتریخوالی ښودل شوی.