ایرانۍ بې پیلوټه الوتکې؛ د هند سمندر کې یوه بار وړونکې بېړۍ په نښه کړې

ایرانۍ بې پیلوټه الوتکې؛ د هند سمندر کې یوه بار وړونکې بېړۍ په نښه کړې


  • 11 مياشتي دمخه (24/12/2023)
  • سمسور نیوز
  • 483

د ایران له لوري توغول شوې بې پیلوټه الوتکې د هند په سمندر کې یوه بار وړونکې بېړۍ ویشتلې ده. 

د امریکا دفاع وزارت یا پنټاګون اعلان کړی، چې په دغه برید کې چا ته زیان نه دی اوښتی او په بېړۍ کې اور لګېدلی دی.  

دا د اسراییل او حماس تر منځ له جګړې وروسته لومړی ځل دی، چې امریکا پر یوې بېړۍ د ایران د برید اعلان کوي.

دغه بېړۍ د جاپان اړوند وه، چې د لایبریا بیرغ پرې لګېدلی و او د «کیم پلوټو» کیمیاوي توکي یې لېږدول. 

د امریکا دفاع وزارت ویلي، دا له ۲۰۲۱ کال راهیسې پر سوداګریزو بېړیو د ایران اووم برید دی.

ایراني چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.