حیرتان بندرته د چینایي سوداګریزو توکو لومړنۍ جوپه را ورسېده

حیرتان بندرته د چینایي سوداګریزو توکو لومړنۍ جوپه را ورسېده


  • 3 کاله دمخه (15/07/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1123

 د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، په روان لمریز کال کې حيرتان بندر ته د چينايي سوداګريزو توکو لومړنۍ جوپه تېره ورځ را رسېدلې ده.

د دې وزارت ویاند فواد احمدي وایي، دغې لومړنۍ جوپې یا محمولې، چې څه موده وړاندې یې د چین له ارومچي ښاره افغانستان ته حرکت کړی و، پرون را رسېدلې ده. 

د احمدي په وینا، په دې محموله کې ۵۱ کانټینرونه شامل دي، چې په دې په‌کې برښنایي توکي، ارايشي او د سينګار محصولات، د ښځو ماشومانو او سړيو بېلابېل ډول جامې او نور مختلف سوداګريز توکي رالېږدول شوي دي. 

وروستیو کې د افغانستان او چین ترمنځ سوداګریزو توکو لېږد رالېږد پراختیا موندلې، د صنعت وزارت وايي، د تېر کال د لومړیو څلورو میاشتو په پرتله د روان کال په همدې موده کې له افغانستانه چین ته په صادراتو کې ۶۴ سلنه زیاتوالی راغلی.