کابل ته د ترکمنستاني چارواکي راتلل؛ له طالبانو سره پر مهمو مسائلو خبرې کوي

کابل ته د ترکمنستاني چارواکي راتلل؛ له طالبانو سره پر مهمو مسائلو خبرې کوي


  • 2 کاله دمخه (30/10/2021)
  • عارف سمیر
  • 949

د ا.ا د ویاند مرستیال بلال کریمي ویلي چې د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر نن سهار کابل ته راغلی دی او د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر مولوي متقي له لوري یې په هوايي ډګر کې هرکلی شوی دی. 

د  معلوماتو له مخې نوموړی به له افغان لوري سره پر بېلو مسایلو خبرې کوي او تر ډېره تمرکز پر دوه اړخیزو اقتصادي او ديپلوماتیکو اړیکو دی. د دې سفر په اړه نور جزیات نه دي ورکړل شوي خو ترکمنستان تر دې وړاندې ویلي وو چې د ټاپي پروژې په اړه به له افغان چارواکو سره خبرې کوي. په وروستیو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ټاپي پروژې او نورو سوداګریزو اړیکو د پراختیا په موخه د دواړو هېوادونو ټيمونه ګومارل شوي او دوی به خپلې طرحې او پلانونه له چارواکو سره شریکوي چې پر بنسټ به یې دواړوه هېوادونه خپلې راتلونکې اړیکې تنظیموي.

باید یاده شي، چې تر دې وړاندې هم ګڼ شمېر بهرني لوړ پوړي چارواکي کابل ته راغلي.