سېنګ: افغانانو ته د وېزې ورکړه کې به اسانتیا راشي

سېنګ: افغانانو ته د وېزې ورکړه کې به اسانتیا راشي


  • 1 مياشت دمخه (07/11/2024)
  • عبدالبصیر رحمت زی
  • 41

د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان لپاره د هند له ځانګړي استازي سره  پر سیاسي او اقتصادي اړیکو خبرې کړې دي.

امیر خان متقي له جي پي سېنګ سره په لېدنه کې ویلي چې د سوداګريزو اړیکو د پراختیا لپاره باید هند افغان وګړو ته د وېزو په ورکړه کې اسانتیاوې راولي. 

متقي د بشري مرستو په برخه کې د هند له همکارۍ قدردانی کړی او په خبره یې پراختیایي برخه کې د هند ژمنې هېله بښونکې دي. 

بلخوا د هند ځانګړي استازي سېنګ ویلي، چې افغانانو سره د بشري مرستو ترڅنګ یې هېواد پراختیایي مرستې هم پیل کړي او له اړوند افغاني ارګانونو سره لا هم پر خبرو بوخت دي. 

هغه ژمنه کړې چې افغانانو ته د هند د وېزې د ورکړې په برخه کې به اسانتیاوې راولي.