بلېنکن: له افغانستانه د وتلو پرېکړه سخته؛ خو پر ځای وه

بلېنکن: له افغانستانه د وتلو پرېکړه سخته؛ خو پر ځای وه


  • 1 کال دمخه (16/08/2023)
  • سمسور نیوز
  • 501

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن پر افغانستان د اسلامي امارت د بیاځلې واکمنېدو دوه کلنۍ سره هم‌مهاله، په یوې غونډه کې له اسلامي امارت سره د اړیکو عادي کېدل په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو پر رعایت کېدو پورې تړلي بللي دي.

ښاغلي بلېنکن زیاته کړې چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتو سره د امریکا د تر ټولو اوږدې جګړې د پای ته رسېدو پرېکړه «ستونزمنه، خو سمه» وه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر افغان وګړو ته د کډوالۍ د ویزې د ورکړې په هکله ویلي چې واشنګټن د ۲۰۲۱ کال د اګسټ له ۳۱ د روان کال د اګسټ تر لومړۍ نېټې افغانانو ته د کډوالۍ ځانګړې ۳۴ زره ویزې صادرې کړې او د دې سربېره، امریکا د افغانستان خلکو ته د بشري مرستو اصلي ورکوونکې ده.