امریکا د نظامې هډو په لټه کې

امریکا د نظامې هډو په لټه کې


  • 3 کاله دمخه (09/05/2021)
  • نګینه ارشاد
  • 1186

امریکا غواړي، چې د افغانستان څخه د امریکایي سرتېرو له وتلو وروسته د یاد هېواد د څارلو په موخه د سیمې هېوادونو کې یو شمېر پوځې اډې جوړې کړي.

وال سټریټ ژورنال ته یو شمېر باوري سرچېنو ویلي، چې امریکا غواړي په افغانستان کې د وضعیت د څارلو، پر طالبانو د فشار راوستلو او افغان حکومت د ملاتړ په موخه خپل سرتېري، الوتکې او ډرون په سیمه کې ځای پر ځای کړي. په راپور کې راځي چې امریکا غواړي همداسې یوه نظامي اډه چې یاد امکانات ولري په تاجکستان یا ازبکستان کې ولري، خو که دلته شرایط برابر نه شول ان په خلیجي هېوادونو او خپلو نظامي بېړیو کې به هم د سرتېرو ځای پر ځای کولو باندې فکر کوي

که څه هم تر دې وړاندې د امریکا یو شمېر لوړ پوړو نظامیانو ویلي و، چې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته به هم په یاد هېواد کې ترهګر وځپي، د افغانستان د څار لپاره د سیمې هېوادونو کې د امریکا له لوري پوځې هډې جوړول بیا نوې خبره ده.