د پاکستان بهيرونو چارو وزارت په يوه خبر پاڼه کې ويلي، د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزير اسحق ډار له خپل روسي سیال سرګي لاروف سره تيليفوني خبرې کړي دي.
خبر پاڼه کې راغلي، سرګي لاروف له دواړو هېوادونو غوښتي دي چې رامنځته شوې کړکېچ د ډيپلوماسۍ له لارې حل کړي.
وړاندې ليکل شوي، اسحق ډار د هند وروستۍ څرګندونې پر پاکستان بې اساسه تورونه بللي او ويلي يي دي چې، پاکستان سولې ته ژمن دی، خو که اړتيا شوه له خپل حاکمیت دفاع کوي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د هند دفاع وزير يو ځل بیا ويلي وو چې د کشمیر د پېښې غچ به اخلي او هغه سه به کوي چې د هند ولس يې غواړي.