په تخار کې د لمریزې برېښنا یوه شبکه جوړه شوه

په تخار کې د لمریزې برېښنا یوه شبکه جوړه شوه


  • 3 کاله دمخه (14/07/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1083

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت چارواکي وايي، چې د یاد وزارت لخوا د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د تخار ولایت نمک آب ولسوالۍ اړوند په بزغور کلي کې د ۲.۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د لمریزې برېښنا د یوې شبکې د جوړولو کار بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

سرچینه زیاتوي دا پروژه د برېښنا ۳۸ ستنې لري، چې په یوه استیشن کې تنظیم شوي، او د ۵.۶۵ کیلو واټه برېښنا په تولید سره یې ۴۸ کورونه روښانه کړل. د دې پروژې د جوړیدو په بهیرکې ځايې تخنیکي او نا تخنیکي کارکوونکو لپاره ۳۴۸ کاري ورځې برابرې شوې