جاپان د افغان ښوونکو د دوو میاشتو معاش د ورکړې ژمنه کړې

جاپان د افغان ښوونکو د دوو میاشتو معاش د ورکړې ژمنه کړې


  • 2 کاله دمخه (19/05/2022)
  • سمسور
  • 633

سمسور (۲۹غوایی۱۴۰۱) جاپان ژمنه کړې، چې د افغان ښوونکو د دوو میاشتو معاش ورکوي.

دا ژمنه د افغانستان لپاره د جاپان سفیر تکاشي اوکادا پرون چهارشنبې د اسلامي امارت د پوهنې له مرستیال وزیر مولوي فیض الله جلال سره په کتنه کې کړې ده. 

د باختر دولتي خبري اژانس د راپور له مخې، ښاغلي اوکادا همداراز ویلي، چې په افغانستان کې به د جاپان له لوري نیمګړې پروژې بشپړې کړي. 

ده همداراز ویلي، چې په کابل کې به د جاپان سفارت ژر بېرته پرانېستل شي.