سمسور نیوز (۲کب۱۴۰۱) په افغاستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت یا یوناما یو وار بیا له سرپرست حکومت غوښتي، چې افغان نجونو ته د زده کړو حق ورکړي.
یوناما پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې یوه میاشت وروسته به په افغانستان کې نوی ښوونیز کال پیل شي؛ خو د ا، ا اوسنۍ پرېکړې له مخې به د میلیونونو نجونو ښوونځي او پوهنتونونه بند وي، چې دا چاره له بشري حقونو سرغړونه ده.
یوناما پر ا، ا غږ کړی، چې هر څه ژر د خلکو د ژوند ښه کولو او راتلونکي جوړولو لپاره لاس په کار شي.
یوناما تر دې وړاندې هم له ا.ا غوښتي وو، چې په افغانستان کې نجونو او مېرمنو ته د زده کړو حق ورکړي؛ خو لاهم ا، ا په دې برخه کې کوټلي ګامونه نه دي پورته کړي.