پرون له ایرانه څه باندې دوه زره افغان کډوال هېواد ته راستانه شول

پرون له ایرانه څه باندې دوه زره افغان کډوال هېواد ته راستانه شول


  • 1 کال دمخه (16/07/2023)
  • سمسور نیوز
  • 568

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، پرون د هرات اسلام کلا له لارې له ایران څخه دوه زره او شپږ اوویا افغان کډوال خپل هېواد ته راستانه شوي دي.

یاد وزارت په یوه ټویټ کې په هرات کې د سیمه‌ییزو چارواکو په حواله زیاته کړې، د راستنو شویو کډوالو له ډلې ۳۴۷ تنه د مرستو تر لاسه کولو په موخه د کډوالو چارو نړيوال سازمان ته پېژندل شوي دي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د ورکړل شویو شمېرو له مخې، کابو درې مېلیونه افغان کډوال په پاکستان، نږدې درې مېلیونه په ایران او یو مېلیون نور د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې اوسېږي.