طالبانو ته تائيد کړې، چې د ایران په کوربتوب د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډې ته نهدي بلل شوي؛ خو دا غونډه يې د افغانستان لپاره مهمه بللې ده.
ټاکل شوې دا غونډه د راتلونکې چارشنبې پر ورځ د ایران په کوربتوب په مجازي بڼه ترسره او د افغانستان په اړه په کې خبرې وشي.
د طالبانو ویاند یوه مرستیال بلال کریمي په دې اړه رسنیو ته ویلي، چې دا غونډه د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو خپلمنځي غونډه ده او دوی ته بلنه نهده ورکړل شوې.
په کابل کې د ایران سفارت پر ټویټر بیان کې ویلي، چې په دې غونډه کې به د افغانستان د راتلونکې په اړه د خبرو پر دوام ټېنګار وشي.
په وروستيو کې د ایران جمهوري اسلامي نومې محافظه کاره ورځپاڼې د ایران حکومت له لوري په رسمیت د طالبانو حکومت پېژندلو احتمال ''د جمهوري اسلامي نظام پر تندي د شرم داغ '' بللی دی.
د یادونې ده، چې ایراني چارواکو په دا وروستیو کې له طالبانو سره راشه درشه درلوده او څو ځله یې په تهران کې د طالب استازیو کوربتوب کړی دی.