د رسنیو د راپورونو پر اساس، تېره ورځ او د شپې ناوخته په غزني او سمنګان ولایتونو کې د دریو ترافیکي پېښو له امله څلور کسان وژل شوي او ۱۰ تنه نور ژوبل شوي دي.
راپورونه وايي، د دغو ترافیکي پېښو له جملې څخه دوې د سمنګان ولایت د خلم ولسوالۍ په صیاد او لرغان سیمو کې د څو موټرانو د ټکر په نتېجه کې رامنځته شوې او له امله یې د یاد ولایت د امنیې قومندانۍ د ویاند په وینا یوه ښځه او د عامي روغتیا وزارت درې کارکوونکي وژل شوي او اووه کسان نور ژوبل شوي دي.
همدارنګه په غزني ولایت کې هم پرون شپه د یوې ترافیکي پېښې له امله درې کسان ژوبل شوي او د درملنې په موخه د یاد ولایت روغتون ته لېږدول شوي دي.
د لومړیو دوو ترافیکو پېښو د رامنځته کېدو لامل د موټر چلوونکو بې احتیاطي ښودل شوې؛ خو د وروستۍ پېښې د رامنځته کېدو د لامل په اړه د دغه خبر تر لیکلو کوم چا څه نه دي ویلي.
دا پېښې داسې مهال رامنځته شوې، چې تېره یک شنبه هم په لغمان او بغلان ولایتونو کې د ترافیکو پېښو له امله ۲۹ کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.