د صنعت او سوداګرۍ وزیر ترکیې ته تللی

د صنعت او سوداګرۍ وزیر ترکیې ته تللی


  • 2 اونۍ دمخه (27/11/2024)
  • عبدالبصیر رحمت زی
  • 36

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست ترکیې ته په سفر تللی دی. 

 

ترکیې ته د نورالدین عزیزي د دغه سفر هدف د حلال نړیوال نندارتون د پرانیستې مراسمو کې ګډون ښودل شوی دی. 

 

یاد نندارتون چې ښاغلی عزیزي به پکې وینا هم وکړي، ټاکل شوې نن پرانېستل شي او تر راتلونکو دریو ورځو به دوام وکړي. 

 

د یادونې ده چې دغه نندارتون کې به د افغانستان قالینې، وچه مېوه، قیمتي او کم قیمته ډبرې هم نندارې ته وړاندې شي.